اسلام اباد ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی، د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا د سېنېټ د عدلیې د کمېټۍ مشر لېنډزي ګراهم او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي ترمنځ په لیدنه کې پر دوه اړخیزه معاملاتو، پر سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او د افغانستان په چارو خبرې وشوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له سېنېټر ګراهم سره په دې سفر کې یو پلاوی هم ملګری دی. دواړو خواوو د تجارتي اړیکو په غښتلي کولو هم خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته تللی وو او په دغه سفر کې یې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي او د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه سره کتلي وو.
ټاکل شوې چې ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه له وزیراعظم عمران خان سره هم وویني.