د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن به د جنوبي پولې او ځېنو تړل شوو حکومتي ادارو په اړه لوی اعلان کوم: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] به د امریکا د حکومت د جزوي تړل کېدو او د هېواد پر جنوبي پوله د بشري بحران په اړه یو لوی اعلان کوي.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا اعلان به د جنورۍ پر ۱۹مه د امریکا پر وخت ماسپښین درې بجې کوي، خو په دغه اړه يې نور معلومات نه دې ورکړي.

د امریکا حکومت له تېرو څلورو اوونیو راهيسې د ولسمشر ټرمپ او ډیموکراټ ګوند ترمنځ د مېکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال جوړولو پر معامله د اختلاف له کبله په جزوي توګه تړل شوی دی چې له کبله يې د مرکزي حکومت اته لکه کارکوونکي له خپلو تنخواګانو بې برخې دي.

ولسمشر ټرمپ د دغه دېوال لپاره له کانګرسه ۵.۷ اربه ډالره غواړي خو د استازو په جرګه کې د ډیموکراټ ګوند استازي يې ورسره نه مني.

XS
SM
MD
LG