د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېسبوک د روس دولتي وېبپاڼې سلګونه حسابونه تړلي

ټولنیزه رسنۍ فېسبوک.
ټولنیزه رسنۍ فېسبوک.

ټولنیزې رسنۍ فېسبوک د روس د خبرونو له دولتي وېبپاڼې سپوټنیک سره تړاو لرونکې سلګونه پاڼې، ګروپونه او اکاونټونه له فېسبوک او انسټاګرامه لیري کړي دي.

فېسبوک وایي لیري کړل شویو پاڼو او اکاونټونو بې بنیاده خبرونه خپرول.

د فېسبوک د سایبر امنیتي تګلارې مشر نتانیل ګلیچر د جنورۍ پر۱۷مه لیکلي، لیري کړل شویو اکاونټونو او پاڼو غلط معلومات خپرول او د پاڼو او اکاونټونو ۳۶۴ چلوونکي د سپوټنیک مامورین ول.

سپونټیک د روس دولتي خبري وېبپاڼه ده.

د وېبپاڼې ارمینايي څانګې پر فېسبوک لیکلي دي چې د دوی د روسۍ ژبې پاڼه بنده شوې ده ځکه د روسيې خبرونه د لنډ وخت لپاره پر ارمینايي پاڼه خپروي خو ښایي ارمينايي پاڼه یې هم وتړل شي.

دوی پر خپلو کارونکو غږ کړی دی چې د ټیليګرام، ټویټر او نورو ټولینزو له لارې له دوی سره ملګري شي.

XS
SM
MD
LG