د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې د قانوني نظام نه شتون ګڼې ستونزې زېږولې دي: ګل ظفر خان


په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د واکمن تحریک انصاف غړي ګل ظفر خان د قبایلي اصلاحاتو پر بهیر نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په هغو سیمو کې اوسمهال هېڅ قانوني نظام نه دی موجود.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه د اسمبلۍ په غونډه کې پر داسې مهال کړې ده چې د مومندو ځېنې اوسېدونکي او مشران وايي، د قانوني نظام نه شتون له کبله هلته شاوخوا ۱۵۰ مقدمې ځنډېدلې دي.

دې خلکو پرون مشال راډیو ته وویل چې له هغه وخت راهیسې چې د پېښور های کورټ د قبایلو لپاره حکومتي لنډمهاله قانون غیر اییني بللی، د قبایلي سیمو انتظامیې د قضیو د هواري واک نه لري.

پېښور های کورټ تېر کال د اکتوبر پر ۳۱مه په یوه فیصله کې وویل چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته باید هلته د پاکستان قوانین او عدالتي نظام وغځول شي.

عدالت په فیصله کې ویلي ول چې د نومبر تر پای وروسته په هغو سیمو کې نافذ لنډمهاله قانون غیر اییني دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ لري چې تر قبایلو د عدالتي او پولیسو نظام غځولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د دفاع وزیر پروېز خټک هم د قامي اسمبلۍ غړي ګل ظفر خان ته ډاډ ورکړ چې په قبایلو کې د صوبايي اسمبلۍ تر انتخاباتو وروسته به هلته زیاتره قانوني مسلې هوارې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG