د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري وايي د عمران خان حکومت پېنځه کاله نشي پوره کولای


د پاکستان پیپلز ګوند مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري دعوه کړې چې ده چې د تحریک انصاف حکومت ښايي خپله پېنځه کلنۍ موده پوره نه کړای شي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۷مه، د سیند په بدین ښار کې ولسي غونډې ته په وینا کې پر وفاقي حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې په هېواد کې ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي.

زرداري زیاته کړه:

(([د تحریک انصاف حکومت] له ولس سره هېڅ تعلق نه لري. دوی له ولسه نه دي راغلي او نه هم ولس ته د ورتګ [او د هغوی د غوښتنو اورېدو] اراده لري. زه نن درته وایم او ټول پاکستان دې یې واورئ چې [وزیراعظم] عمران خان به د واک پېنځه کاله پوره نه کړای شي.))

د پاکستان حکومت د زرداري د تازه څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې اقتصادي ستونزې له تېرو حکومتونو ورته په میراث کې پاتې دي.

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې د هېواد اقتصادي حالت سمولو هڅې کوي او د دې لپاره یې اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG