د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره پر سوله غږېدلی


زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر پیدا کولو ټینګار کړی
زلمی خلیلزاد د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر پیدا کولو ټینګار کړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، د سیمې هېوادونو ته د وروستیو سفرونو هدف‌ یې د افغانستان د سولې بهیر د پیلولو لپاره د سیمه‌ ییزې اجماع پیدا کول دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند، متحده عربي اماراتو او چین ته تر سفرونو وروسته کابل ته تللی دی.

نوموړي د جنورۍ ۱۵مې پر ماښام، په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او سیاستوالو سره په لیدنه کې وویل چې تر کابل وروسته به‌ یې سیمه‌ ییز سفرونه دوام وکړي.

بلخوا پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده زلمی خلیلزاد ډېر ژر اسلام‌اباد ته ورسېږي او د پېنځو ورځو لپاره په پاکستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

ارګ په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد له غني او نورو افغان چارواکو سره لیدنه کې هند، چین او اماراتو ته د خپل سفرونو جزییات شریک کړل.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې‌ ویل چې په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده.

ارګ وايي، دواړو خواو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پر پیل ټینګار وکړ.

د ارګ ویاندانو د خلیلزاد او افغان چارواکو د بحثونو د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او د نړۍ د هېوادونو هڅې د بل هر وخت په مقایسه زیاتې شوې دي.

زلمی خلیلزاد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر کې د افغانسان د سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی، تر اوسه‌ یې درې ځلې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې کړي او د سیمې هېوادونو ته په پرله‌ پسې سفرونو بوخت دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د واشنګټن او زلمي خلیلزاد هدف د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي، چې دوی خپله په افغانستان کې اوسنی کړکېچ پای ته ورسوي.

په تېرو ورځو کې د طالب استازو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د یوې بلې دورې خبرو اترو تمه کېده، خو داسې و نه‌ شول.

طالبانو تېره اوونۍ وویل، د اجنډا پر سر اختلاف د دې سبب شو چې په قطر کې له امریکايي پلاوي سره ټاکل شوې خبرې لغوه کړي، خو په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپل ټوېټر ولیکل چې داسې کومې خبرې پلان کې نه‌ وې.

بلخوا وسله‌ والو طالبانو د جنورۍ پر ۱۵مه په ماښام په یوه بله اعلامیه کې چې مشال راډیو ته رسېدلې، خبرداری ورکړی چې که امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستل د خبرو اترو په اجنډا کې ورشامل نه کړي، اوسنۍ رابطې به ورسره ختمې کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې به له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو وغږېږي، خو د طالبانو په وینا، اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه‌ ښيي.

ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ خبرو او د اوربند پر منلو ټینګار کوي، خو طالبان دا شرطونه نه‌ مني.

XS
SM
MD
LG