د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني او عمران خان پر افغان سوله غږېدلي


غني او عمران خان پر داسې مهال خبرې کړي چې زلمی خلیلزاد اسلام اباد کې دی
غني او عمران خان پر داسې مهال خبرې کړي چې زلمی خلیلزاد اسلام اباد کې دی

پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي، دواړو مشرانو د جنورۍ ۱۷مې پر غرمه په ټېلېفون ((د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو)) په اړه خبرې وکړې.

اشرف غني او عمران خان دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي، خلیلزاد د کابل تر دوه ورځني سفر وروسته په اسلام اباد کې دی او ماښام مهال یې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

ډاکتر فیصل زیاتوي چې د خلیلزاد اسلام اباد ته سفر د افغانستان د سولې د بهیر برخه ده.

د افغان ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې اشرف غني، عمران خان ته کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې.

بیان زیاتوي، پاکستاني وزیراعظم ژمنه وکړه چې په مناسب وخت کې به کابل ته ورشي.

زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره ولیدل
زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره ولیدل

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې چارواکې لیزا کرټېس هم په اسلام اباد کې ده.

دا پرمختګونه د افغان او پاکستانیو چارواکو په خبره، د سولې د پراخ بهیر برخه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو چې د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر کې زلمي خلیلزاد ته د افغانستان د سولې بهیر پیلولو دنده وسپارله، نو له هغه وخت راهیسې نوموړي د سیمې هېوادونو ته درې سفرونه کړي او دا یې څلورم هغه دی.

په تېرو درو سفرونو کې خلیلزاد په قطر او متحده عرب اماراتو کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلي خو دا ځل یې ورسره ملاقات نه دی شوی.

طالبان وايي، له خلیلزاد سره یې ملاقات د اجنډې پر سر د اختلاف له کبله ونشو.

افغان طالبانو د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې خبرداری ورکړی دی چې که امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستل د خبرو اترو په اجنډا کې ورشامل نه کړي، اوسنۍ رابطې به ورسره ختمې کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې به له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو وغږېږي، خو د طالبانو په وینا، اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه‌ ښيي.

ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ خبرو او د اوربند پر منلو ټینګار کوي، خو طالبان دا شرطونه نه‌ مني.

XS
SM
MD
LG