د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف سعید کوسه د جنورۍ پر ۱۸مه د پاکستان مشر قاضي په توګه دنده پیلوي


اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ.
اسلام اباد کې د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ.

اسلام اباد - د پاکستان صدرعارف علوي د سپریم کورټ قاضي اصف سعید کوسه د پاکستان ۲۶م چیف جسټس ګمارلی چې د میا ثاقب نثار تر تقاعد یا رېټارېدو وروسته د جنورۍ پر ۱۸مه د دندې لوړه کوي.

جسټس اصف سعید کوسه د ۱۹۵۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پنجاب په ډیره غازي خان کې زیږېدلې دی.

نوموړي تر ابتدايي زده کړو وروسته په ۱۹۷۵ز کال کې د قانون زده کړې بشپړې کړې او د نور تعلیم لپاره برتانیا ته ولاړ.

کوسه هلته په۱۹۷۷ او ۱۹۷۸ز کال کې د کیمبرېج له پوهنتونه د قانون دوه بریلیکونه واخیستل.

په ۱۹۷۹ز کال کې يې وطن ته په ستنېدو د لاهور په های کورټ کې وکالت پیل کړ او په ۱۹۸۵ز کې د سپریم کورټ وکیل شو.

اصف سعید کوسه د ۱۹۹۸ز کال د مې پر ۲۱مه د لاهور های کورټ قاضي او تر دې وروسته په ۲۰۱۰ز کال کې د سپریم کورټ جج شو.

د ۲۰۰۷ز کال په نومبر کې چې پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف بیړنی حالت نافذ کړ او ایین یې وځنډاوه نو کوسه یو له هغو قاضیانو څخه وو چې د ولسمشر له لنډمهالي امر سره یې سم د دندې لوړه و نه کړه.

کوسه په ۲۰۰۸ز کال کې د وکیلانو تر تحریک وروسته د لاهور های کورټ د قاضي په حېث وګمال شو.

جسټس اصف سعید کوسه د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ضد د عدالت سپکاوي او د پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد د پاناما مقدمې د فیصلو په اورولو مشهور شو.

د نوي ګمارلي چیف جسټس اصف سعید کوسه په اړه د وکیلانو وینا ده چې هغه ښايي د عدلیې تقدس بحال کړي.

د قانوني چارو پوه شهاب الدین خټک وايي، د جسټس اصف سعید کوسه د عدالتي خدماتو یو تاریخ پروت دی.

دی وايي، د چیف جسټس میا ثاقب نثار په وخت کې پر عدلیې نیوکې کېدې، نو هیله ده چې کوسه به عدلیه غیر سیاسي کړي.

د قانوني چارو بل پوه نور عالم خان وايي، له کوسه څخه په عدلیې کې د اصلاحاتو هیله کوي.

اصف سعید کوسه د قانون په اړه څلور کتابونه لیکلي او د پاکستان په ځېنو پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG