د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر عدالت د پاناما تورونو څېړلو لپاره د ګډ پلټونکي ټیم جوړولو امر وکړ


د حکومت مخال ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پر وزیر اعظم نواز شریف غږ وکړ، تر هغو چې پلټنې ترسره نه وي رسېدلې دی دې له خپلې څوکۍ هیسته شي. له خبریالانو سره د خبرو مهال نوموړي وویل، نواز شریف تر پلټنو لاندې دی نو څنګه وزیر اعظم پاته کېدلی شي. د خپلې دندې جاري ساتلو لپاره له ده سره څه اخلاقي جواز دی؟

د پاکستان سپریم کورټ پرېکړه وکړه چې د پاناما لیکس او درغلیو تورونو په باب د وزیر اعظم نوازشریف هیسته کولو لپاره وړاندې شوي شواهد کافي نه دي.

سپریم کورټ د پاناما کېس تورونو په اړه د وزیر اعظم نوازشریف پرضد د شویو دعوو د لا روښانولو لپاره همداراز د یوې پلټونکې ډلې جوړولو امر هم وکړ.

د حکومت مخال ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پر وزیر اعظم نواز شریف غږ وکړ، تر هغو چې پلټنې ترسره نه وي رسېدلې دی دې له خپلې څوکۍ هیسته شي.

له خبریالانو سره د خبرو مهال نوموړي وویل، نواز شریف تر پلټنو لاندې دی نو څنګه وزیر اعظم پاته کېدلی شي. د خپلې دندې جاري ساتلو لپاره له ده سره څه اخلاقي جواز دی؟

د نوازشریف سیاسي مخالفینو هیله ښودلې وه چې د زیارت په ورځ د اپرېل په ۲۰مه نېټه به ستر عدالت د هغوی په ګټه پرېکړه کوي او وزیر اعظم نوازشریف به له واکه لیرې کړي.

د پاکستان ستر عدالت قاضي [جج] اصف سعید کوسه په مشرۍ نن [اپرېل ۲۰مه] د دغه هېواد په ځايي وخت په دوو بجو خپله پرېکړه واوروله.

د پاکستان سپریم کورټ د وزیر اعظم نوازشریف پرضد د شوې دعوې څېړونکیو قاضیانو پرېکړه وکړه چې په یوه اوونۍ کې دننه به د تحقیقاتي ډلې غړي اعلان شي.

د پرېکړې له مخې په پلټونکې ډله کې به د پاکستان استخباراتو اداره او نورو اړوندو پوځي او ملکي ادارو استازي هم شامل وي.

د سپریم کورټ جج اصف سعید کوسه دا پرېکړه هم وکړه چې د پاکستان د وزیر اعظم زامن حسن نواز او حسین نواز دواړه د تحقیقاتي ډلې په وړاندې تحقیقاتو ته حاضر شي.

د پاکستان د دفاع، اوبو او انرژۍ وزیر او د واکمن ګوند مسلم لیګ – نوازشریف لوړپوړي غړي خواجه محمد اصف د عدالت تر پرېکړې وروسته رسنیو ته وویل چې دوی هر ډول تحقیقاتو ته چمتوالی لري.

په ۲۰۱۶م کال د پاناما هېواد قضايي ادارې یوولس نیم میلیونه پټ اسناد خپاره کړل چې پکې د نړۍ ګڼو مشرانو بهرنۍ معاملې په ډاګه شوې.

په دې منځ کې د نوزاشریف د درو زامنو او یوې لور مریم نوم هم راغلی دی.

د شریف کورنۍ غړیو له خوا په لندن کې د جایدادونو اخېستلو لپاره د کارول شویو پیسو د روایښت [مشروعیت] په اړه پوښتنې راولاړې شوې.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند ویلي په لندن کې د ځمکو اخېستلو لپاره شتمني په پاکستان او خلیج هېوادونو کې د شریف کورنۍ سوداګرۍ له لارې تر لاسه شوې دي. خو د پاکستان حکومت یو مخالف ګوند تحریک انصاف تور پورې کړی او دعوا یې کړې چې د شریف کورنۍ په ناقانونه پیسو شمتني ترلاسه کړې ده.

عمران خان
عمران خان

پخواني کرکټر او اوس د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې د شریف کورنۍ له خوا د جایدادنو پېرلو لپاره سندونه نه شته.

خان ویلي نوازشریف باید ثابته کړې چې خپلوان یې د پیسو په سپینولو کې لاس نه لري.

د ۲۰۱۶ کال د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې د پانامه د قضیې په خاطر په پاکستان کې ۲۶ واره محکمې غونډې کړي.

د دې تر څنګ چې د سترې محکمې پرېکړه د وزیر اعظمنوازشریف د دندې دوام ته اهمیت لري د راتلونکي کال په انتخاباتو یې هم اغېز مهم بلل شوی دی.

د پاناما اسنادو په اړه فیصله راغله - شالید یې څه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

XS
SM
MD
LG