د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشر قاضي میا ثاقب نثار د ارمي پبلېک سکول قضیه پرېښوده


پر ارمي پبلېک سکول په برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول
پر ارمي پبلېک سکول په برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي د پېښور ارمي پبلېک سکول د حملې روانه قضیه پرېښې ده.

د جنورۍ پر ۱۴مه په اورېدنه کې د خیبر پښتونخوا لوی څارنوال د سپریم کورټ د قاضیانو درې کسیزه جرګګۍ ته د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شوي برید په اړه د عدالتي کمېشن د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

څارنوال عبدالطیف یوسفزي وویل، کمېشن د ۱۴۷ کسانو ګواهۍ اورېدلې دي او د ۱۰۹ هغو پاتې دي.

ده زیاته کړه چې د شهادتونو یا ګواهیو تر پوره کېدو مخکې رپورټ نشي ختمولای.

چیف جسټس ثاقب نثار امر وکړ چې له بشپړېدو سره دې سم رپورټ عدالت ته ورکړي او زیاته یې کړه چې دا مقدمه پرېږدي.

د نوموړي د دندې موده د جنورۍ پر ۱۷مه پای ته رسي او تر هغې وروسته به اصف سعید کوسه د سپریم کورټ نوی مشر قاضي شي.

میا ثاقب نثار د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې تر هغې وروسته نوټس واخیست چې په پېښور کې د اورېدنې پر مهال د ارمي پبلېک سکول په حمله کې د وژل شویو زده کوونکو میندو او پلرونو ورڅخه انصاف وغوښت.

سپریم کورټ په اکتوبر کې د حملې د پلټنو په اړه عدالتي کمېشن جوړ کړ.

په ۲۰۱۴ز کال کې پر ښوونځي په وسله وال برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې پکې اکثریت د زده کوونکو وو.

تر حملې وروسته، د هغه وخت حکومت نه یوازې د مرګ پر سزا ورکولو بندیز ختم کړ بلکې د اییني ترمیم له لارې یې پوځي عدالتونه جوړ کړل او د ترهګرۍ پر ضد یې د قامي اېکشن پلان په نوم تګلاره هم اعلان کړه.

د پاکستان پوځ هغه مهال د ټول هېواد پر کچ د ردالفساد په نوم د عملیاتو پیلول اعلان کړل.

په عین وخت کې په برید کې د وژل شویو او ژوبلو زده کوونکو والدینو یوه ټولنه جوړه کړه او له هغه وخت راهیسې یې له حکومته د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوله چې دا معلومه کړي چې د پېښور په چاوڼۍ کې پر دې ښوونځي برید ولې وشو او د دې په مخنیوي کې چا ناغېړي کړې وه؟

تحریک طالبان پاکستان پر ارمي پبلېک سکول د حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG