د افغانستان په غزني ولایت چارواکي وايي، په لنډ وخت کې به په دې ولایت کې پراخه پوځي عملیات پیل شي.
د غزني والي وحید الله کلیمزي د جنورۍ پر۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې تازه له کابله ستون شوی او هلته ولسمشر اشرف غني په دې برخه کې ژمنه ورسره کړې ده.
هغه زياته کړه چې ولسمشر د امنیت ډاډ ورکړی چې هغه ولسوالي سقوط شوې دي، ځیني لویې لارې چې ناامنه دي او وسله وال طالبان هلته موجود دي په دې اړه به عملیات پيل شي.
کلیمزي دا و نه ویل چې عملیات به کله پیلېږي.
د غزني پکتیکا لویه لار وسله والو طالبانو په لاس کې ده او د غزني-کندهار لویې لارې ته هم هر وخت طالبان ورځي.
د دغه ولایت په ۱۸ولسوالیو کې د اکثرو امنیت ښه نه دی.