د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې کمې شوې دي


په قبایلو کې پوځ د وسله والو پر ضد لوی عملیات کړي
په قبایلو کې پوځ د وسله والو پر ضد لوی عملیات کړي

پراګ ــ په پاکستان کې د فاټا څېړنيز مرکز په نامه اداره وايي چې د خیبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو (پخوانۍ فاټا) کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې کمې شوې دي.

په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو څېړنيز مرکز د ۲۰۱۸ز لپاره په خپل کلني راپور کې ليکلي چې په ۲۰۱۷ز کال کې په خیبر پښتونخوا په ورګډو شویو سیمو کې د ناامنیو ټولې ۳۲۵ پېښې شوې وې خو په ۲۰۱۸ز کال کې دا پېښې ۲۶۴ ته ټيټې شوې دي.

مرکز وايي، په دې پېښو کې ۱۲۷ د ترهګرۍ هغه دي او ۱۳۷ هغه دي چې پکې امنیتي سرتېرو د وسله والو ضد پوځي کارروايي کړې.

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۸ز کال کې په قبايلي سيمو کې ۱۵۲ کسان وژل شوي او ۲۱۴ ژوبل شوي دي چې دا شمېر د ۲۰۱۷ز پرتله ۷۰ فيصده کم دی.

د قبايلي سيمو يو خبريال سيد نذير اپريدی د تشدد په پېښو کې د کموالي مهم لامل پوځي عمليات په ګوته کوي:

"په فاټا کې د پاکستان پوځ له ډېره وخته عمليات کوي. نو مهمه خبره دا ده چې د دې عملياتو له مجې د وسله والو مرکزونه او بنيادونه ختم شوي دي."

په راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۱۸ز کال د ناامنۍ تر ټولو زياتې پېښې په شمالي وزيرستان او ورپسې په باجوړ، خیبر او جنوبي وزيرستان کې شوي دي.

له راپور سره سم، په اورکزو کې هم د ترهګرۍ درې پېښې شوي چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

که څه هم پر دې عملياتو خلک نيوکې لري خو بيا هم دا يوه وجه کېدای شي.
ډاکټر محب وزیر

د قبايلي چارو پوه ډاکټر محب وزير په قبايلي سيمو کې د تشدد په پېښو کې د کموالي لاملونه د خلکو شعوري بيداري او پوځي عمليات يادوي:

"د تشدد د کموالي يوه وجه د ځايي ولس شعوري بيداري ده چې هغوی دا ډول پېښو ته له اوله بېدار وي او پر خلکو يې نظر وي. بل هلته مختلف عمليات وشول. که څه هم پر دې عملياتو خلک نيوکې لري خو بيا هم دا يوه وجه کېدای شي."

د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې وخت په وخت عمليات وکړل خو لوی عمليات يې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه ول چې په ۲۰۱۴ز کال کې يې پیل کړل.

پوځ د دې ټولو عملياتو پر مهال د زرګونو ترهګرو د وژلو ادعاوې وکړې خو د ځايي ولس په وينا پر بېکورۍ برسېره ګڼ عام وګړي هم د دې عملياتو پر مهال ووژل او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG