د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو مشران: که عملیات پیل شول د "احتجاج لار راته خلاصه ده"


پراګ - د مومندو مشران وايي، که پاکستان په ساپیو کې له ممکنه پوځي عملیاتو تېر نشي نو پر ضد به یې لوی احتجاج پیلوي.

د ساپیو یوه مشر ګل شاه ساپي پر شنبه (خالي) مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د عملیاتو مخنیوي لپاره یې د جرګو سلسله روانه کړې ده.

دی وايي، ورته ښکاري چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی روان دی.

د مومندو په ځېنو برخو کې ملېشه ځواک وار له مخه د لټون عملیات کوي.

ټول قوم به یوه متفقه فیصله کوي او بیا پر هغې له حکومت سره خبرې کوي.
ګل شاه ساپی

د ساپي په خبره، ((ټول قوم به یوه متفقه فیصله کوي او بیا پر هغې له حکومت سره خبرې کوي.))

دی وايي، دوی په هېڅ صورت په سیمه کې پوځي عملیات نه مني او که حکومت یې خبره و نه منله نو ((موږ ته د احتجاج لار [خلاصه] ده.))

دی وايي، هم په ((اسلام اباد کې احتجاج)) کولای شي، هم یې په پېښور کې کولای شي او هم ((په خپل وطن کې.))

څو ورځې مخکې د ساپیو مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې انتظامیې ورته وینا کړې چې په سیمه کې دې خپله امنیت ټینګ کړي.

د دوی په خبره، انتظامیې ورته خبرداری ورکړی وو چې که د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلل نو تر اختر وروسته به پوځ هلته عملیات کوي.

موږ هغه بله ورځ پولیټیکل انتظامیې ته ورغللو او هغه ته مو وویل چې دا سېول [ملکي] حکومت دی که مارشل لا؟
رسول خان مومند

ساپی وايي، له هغه وخته چې ورته د عملیاتو ګواښ شوی، د سیمې اوسېدونکي له وېرې ترهې سره مخامخ دي.

دی زیاتوي، چارواکو ورته ویلي دي چې د وسله والو فعالیتونو مخنیوی یې ذمه واري ده.

خو بل قامي مشر رسول خان مومند وايي، که دوی امنیت ساتلای شوای نو بیا د پوځ څه اړتیا ده؟

دی وايي، ((موږ هغه بله ورځ پولیټیکل انتظامیې ته ورغللو)) او هغه ((ته مو وویل چې دا ((سېول [ملکي] حکومت دی که مارشل لا؟))

دی وايي، انتظامي مشر ته یې وویل چې که د امنیتي ادارو قومندان امرونه جاري کوي نو ((بیا تاسو ته یا مشرانو ته څه حاجت دی؟ بیا دې [امنیتي ادارې] په خپل سر [هر څه کوي]، مشران مه راغواړئ.))

د ساپیو پر ولس د امنیت ذمه واري اچول، هغوی ته ویل چې د وسله والو ضد اقدامات وکړي او بېګناه خلک نیول، په بشپړه توګه د بشري حقونو سرغړونه ده.
اعجاز مومند

مومند وايي، انتظامیې ورته ډاډ ورکړ چې ((بیا به داسې [ګواښ] ورته نه کېږي.))

موږ هڅه وکړه چې د مومندو له پولیټیکل انتظامیې سره خبرې وکړو خو بریالي نشو.

هلته د قبایلي سیمو قانون پوهانو او وکیلانو ټولنې مشر اعجاز مومند مشال راډیو ته وویل، د ساپیو پر ولس د امنیت ذمه واري اچول، هغوی ته ویل چې د وسله والو ضد اقدامات وکړي او بېګناه خلک نیول، په بشپړه توګه د بشري حقونو سرغړونه ده.

د ده په خبره، ولس دا حق لري چې عدالت ته ورشي او عدالت به هم ځکه د دوی مقدمه مني چې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، دا د بشري حقونو معامله ده.

اعجاز مومند وايي، ولس دې د پېښور په های کورټ کې مقدمه دایره کړي، دی به ورسره درېږي.

دی زیاتوي، په څو ورځو کې به دی خپله هم عدالت ته غوښتنلیک ورکوي.

XS
SM
MD
LG