امریکا د ایران له لوري د ځمکې مدار ته د سپوږمکۍ لېږدولو هڅه غندلې او خبرداری یې کړی چې واشنګټن له نړیوالو ارزښتونو څخه د ایران د دې بشپړې سرغړونې پلوي نه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تر هغې څو ساعته وروسته بیان ورکړ چې ایران د جنورۍ پر ۱۵مه وویل، په یوه سپوږمکۍ یا سیټېلایټ سمبال راکټ یې له ځمکې خلا ته د استولو هڅه کړې چې ناکامه شوې.
د ایران دا هڅه او د امریکا سخت غبرګون په سیمه کې د ترینګلتیا زیاتېدو ته اشاره کوي.
واشنګټن غواړي پر تهران د اټومي او توغندیو پروګرامونو پر سر فشار زیات کړي.