د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کینیا پر هوټل په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي


برید د پلازمېنې نایروبي په هغه سیمه کې شوی چې پکې بهرنیان اوسي او کار کوي
برید د پلازمېنې نایروبي په هغه سیمه کې شوی چې پکې بهرنیان اوسي او کار کوي

د کینیا چارواکي وايي، په پلازمېنه نایروبي کې پر یوه مجلل (پینځه ستوریز) هوټل د جنورۍ پر ۱۵مه په وسله وال برید کې د وژل شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی.

په وژلو کې ۱۱کینیايان، یو برتانیوی او یو امریکايی شامل دي.

د دې برید ذمه واري په القاعدې پورې ټړلې وسله والې ډلې الشباب منلې.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر فرید ماتیانجي ویلي چې اوس د هوټل ودانۍ د پوځیانو په کنټرول کې ده او لسګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي.

بریدګرو په هوټل کې ډزې کړي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د ۲۰۱۳ز کال په سېپټېمبر کې الشباب ډلې په نایروبي کې پر یوه لوی پلورنځای برید وکړ او تر درو ورځو یې خلک یرغمل کړي ول چې پکې ۶۷ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG