د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د افغان طالبانو يو مشر غړی نيول شوی


ارشیف.
ارشیف.

د افغان طالبانو سرچينې وايي چې د دوی يو مشر غړی حافظ محب الله په پاکستان کې نيول شوی دی.

دغو سرچينو د نوم نه ښودلو پر شرط د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې حافظ محب الله د پاکستاني چارواکو له لورې په پېښور کې له خپل کور څخه نيول شوی دی.

نوموړی په داسې حال کې نيول شوی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د افغان سولې په تړاو سيمې ته په سفر دی او ښايي د خپل څلورم سفر په لړ کې نن پاکستان ته لاړ شي.

تر اوسه طالبانو او نه هم د پاکستان حکومت په رسمي توګه د حافظ محب الله نيول تاييد کړي دي.

امريکا او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې پاکستان وسله والو طالبانو ته په پټنځايونو ورکولو تورنوي خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

افغان اسلامک پرېس هم د حافظ محب نيول رپورټ کړي او ويلي يې دي چې نوموړي اوس مهال د طالبانو په ليکو کې کومه مشري پر غاړه نه لرله خو د سولې په هڅو کې ډېر فعال و.

بلخوا د طالبانو سرچينو بي بي سي ته هم ويلي چې حافظ محب د کلونو راهيسې په پېښور کې استوګن و.

نوموړی په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امريکايي ځواکونو تر بريد وړاندې د طالبانو د رژيم پر مهال د مذهبي چارو وزیر و.

سرچينو مشال راډيو ته دا هم ويلي چې حافظ محب ښايي د دې لپاره نيول شوی وي چې پر طالبانو له زلمي خليلزاد سره په پاکستان کې د ليدو لپاره فشار راوړل شي او بلخوا دوی دې ته راضي کړل شي چې له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مخامخ خبرې اترې وکړي.

طالبانو وار دمخه لا له حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړې او د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت يې ((ګوډاګی)) بللی دی.

XS
SM
MD
LG