د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان پر سوله غږیدلی


د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند روویش کومار د جنورۍ پر۱۱مه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هندي چارواکو خلیلزاد ته د سولې په برخه کې له خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:​" خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج او بهرنیو چارو سکرتر ویجې ګوکهالي سره په دې خبرې وکړې چې امریکا څنګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او پخلاینې هڅه کوي، موږ له خپله اړخه ډېره ښه واضح کړه چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې بهیر باید د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول کې وي، د افغانستان په اړه زموږ دریځ معلوم او ډېر ثابت دی، هند د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې ملاتړ کوي. "

کومار وویل، د هند په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او تل به د افغانستان د سولې د پروسې همکار وي.

خلیلزاد داسې وخت له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي چې د رپوټونو په اساس، د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوټ د جنورۍ پر۱۰مه لېوالتیا ښودلې چې هند هم د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې شامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، زلمی خلیلزاد چې د جنورۍ له اتمې تر ۲۱مې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته په سفر وتلی، هدف یې دا دی چې چارواکي د بین الافغاني سیاسي جوړجاړي د زمینې برابرولو ته وهڅوي.

خلیلزاد تېر وار هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د مهالوېش په اساس سفرونه وکړل او اوس به تر هند وروسته چین ته روانېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې خلیلزاد وړمه ورځ په نوې ډهلي کې د ریسینا ډیالوګ ګډونوال هم و، چېرته چې ده د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې اورېدې.

کرزي د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې ویل چې افغانان ډېر زیات د دې پروسې بریالي کېدو ته هېله مند دي.

کرزي زیاته کړه: "ډېره موثره هڅه هغه یوه ده چې په وروستیو کې امریکا له خوا پيل شوې، زموږ د خپل افغان سفیر زلمي خلیلزاد په ګمارنه، زه خوښ یم چې نن دې غونډه کې راسره دی، موږ د دې پروسې د بریالي کېدو لپاره ډېر زیات هېله مند یوو."

کرزي وویل، د سولې داسې یوه بهیر غواړو چې پکې پاکستان، امریکا، هند، ایران، چین او نور هېوادونه مهم رول ادا کړي.

XS
SM
MD
LG