د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان حکومت او طالب استازیو په قطر کې لیدلي"


افغان حکومت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته تایید کړه چې د قطر په مرکز کې د افغان حکومت استازیو له طالبانو سره خبرې کړې دي.

دا خبر تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې افشا کړې او څرګنده یې کړه چې د غبرګولې میاشتې له دوهمې نېټې راپه دې خوا چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې مخامخ خبرو ه سره کېني.

د طالبانو پخوانی وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو پخوانی وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور

د ورځپاڼې په وینا دا خبرې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې او تېره میاشت ترسره شوې دي او پکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان اخند برخه اخیستې ده.

د طالبانو د ملا محمد رسول د ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازي هم ازادي راډیو ته وویل چې دا خبرې شوې دي، خو دی وایي چې د دوی ډله پکې نه وه:

ملا عبدالمنان نیازی
ملا عبدالمنان نیازی

"کومې منابع چې موږ په کوټه او پېښور کې لرو دا مذاکرات له څو ورځو راهیسې د عبدالمنان په مشرۍ روان دي، دا خبرې له امریکایانو سره هم شوي او د افغانستان له حکومت سره هم شوي دي."

ګارډین د طالبانو په وینا وایي چې د قطر په مرکز کې د سپټمبر په لومړیو کې په دوستانه فضا کې خبرې وشوې او په هغې کې د ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان اخند د افغانستان د ملي امنیت له عمومي رئیس معصوم ستانکزي سره مخامخ خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی

د کوټې شورا یوه غړي ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبان په دې باور دي چې د افغانستان مسئاله درې غاړې لري، امریکا، افغان حکومت او طالبان او که چېرته دغه درې سره خواوې خپلو غونډو ته دوام ورکړي په راتلونکې کې به مثبت پرمختګ رامنځته شي.

د کوټې د شورا غړي دا خبره هم وکړه چې ملا عبدالمنان اخند د دوی د شورا له لورې د دې لپاره قطر ته استول شوی دی چې دا خبرې مهمې دي او د ملا منان ګډون په دې خبرو کې دا معنی لري چې د طالبانو سیاسي او پوځي حضور په دې خبرو کې موجود وي.

د راپور له مخې د قطر په غونډو کې پاکستان برخه نه لرله، ګارډین د یوه غربي مسؤل په وینا وایي چې په پاکستان کې په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر چارواکي ونیول شول او په دې ډول د پاکستان د استخباراتو شبکې غواړي چې یو ځل بیا د سولې پر خبرو خپل کنټرول ولري.

قطر کې د افغان طالبانو غیر رسمي دفتر
قطر کې د افغان طالبانو غیر رسمي دفتر

دوحه له نږدې درې کلونو راهیسې د طالبانو د ډیپلوماسۍ په مرکز بدله شوې ده او هلته طالبانو خپل غیر رسمي دفتر پرانیستی دی.

شاوخوا لس ورځې مخکې ملا عبدالمنان نانی په کوټه کې ونیول شو، دی د طالبانو د شورا مالي مسؤل و.

تر ملا ناني مخکې ملا صمد ثاني چې د طالبانو لپاره د مرستو د جلبولو مسؤل و په کوټه کې نیول شوی و.

افغان ولسمشر ته یوه نږدې کس ګارډین ته ویلي دي چې په پاکستان کې نیول شوي کسان د ملا منصور خلک دي او دوی پر پاکستان شکمن شوي دي چې د ملا منصور په قتل کې یې لاس درلود.

د ګارډین ورځپاڼې په باور د قطر د سولې له خبرو سره به د ملا محمد عمر زوی محمد یعقوب هم یوځای شي.

تر دامهاله افغان حکومت او وسله والو طالبانو په رسمي ډول ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG