ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۱۵مه د بریتانیا پارلېمان برېګزيټ یا د حکومت هغه وړانديز ته رایې ورکړي چې له مخې یې دا هېواد له اروپايي اتحادیې وځي.
دا په داسې حال کې ده چې وزيراعظمې تېريزا مې تر وروستۍ شېبې پورې د دې وړانديز د ملاتړ لپاره د رایو ترلاسه کولو هڅه وکړه.
د بریتانیا د عوامو په جرګه کې نننۍ رایې د هغو هڅو په لړ کې وروستۍ دي چې هدفیې د برېګزيټ بریالي کول دي خو زياتره سیاسي کارپوهان اټکل کوي چې ښايي دا هڅې ناکامې شي.
مېرمن مې د جنورۍ پر ۱۴مه خبرداری ورکړ چې که د عوامو جرګه دا وړانديز رد کړي، نو له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو پلان به زیانمن شي.
هغې زیاته کړه چې د دې طرحې رد به د بریتانیا د خلکو له رایې سره خیانت وي.
د روان ۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۹مه هغه مهلت دی چې بریتانیا باید په رسمي توګه له اروپايي ټولنې ووځي.
که دا وړانديز نن رد شي، نو د برېګزېټ برخلیک به هم مبهم پاتې شي.