د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېڅکله مې د روس لپاره کار نه دی کړی: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو پوښتنو چې ګنې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوټين سره اړیکې لري، په ځواب کې ویلي، هېڅکله يې د روس لپاره کار نه دی کړی.

د جنورۍ پر۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ولسمشر ټرمپ دا بیان تر هغه وروسته مخې ته راغلی چې تېره اوونۍ د امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یو راپور کې راغلي و چې ټرمپ له روسي ولسمشر ولادیمیر پوټين سره د خپلو خبرو د پټولو لپاره تر غېر معمولي حده پورې تللی.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د پلټنو فيډرالي ادارې په ۲۰۱۷م کال کې په دې اړه پلټنې پېل کړې وې چې ایا ولسمشر ټرمپ په دغه کال د دې ادارې د مشر له لرې کولو وروسته د روسي ګټو لپاره کار کړی و که نه.

دا مبینه پلټنې په وروستيو کې د ځانګړي کونسل رابرټ مولر لخوا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې له روس سره د ولسمشر ټرمپ د تعلقاتو په اړه د مجرمانه تحقیق برخه وګرځېدې.

د جنورۍ پر۱۴مه نیو اورلیینز ته تر روانیدو وړاندې هغه د پلټنو فيډرالي ادارې له پخوانیو او د امریکا د انصاف وزارت د چارواکيو لپاره ناسم ټکي وکارول.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG