د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ ولسمشر پوټین ته مبارکي ورکړې ده


د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ خپل روسي سیال ولادمیر پوټین ته پر بیا ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.

دا له هغه دوې ورځې وروسته ده چې ولادمیر پوتین د روس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په پراخه کچه بریا ترلاسه کړه.

ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي ، ده ولادمیر پوټین ته پر ټلیفون مبارکي ورکړې ده او هیله من دی چې په نژدې راتلونکي کې به دوي سره وویني او د وسلو د سیالۍ ، اوکراین ، شمالي کوریا او شام په اړه به خبرې اترې وکړي.

د روسي ولسمشر له ماڼۍ خپاره شوي بیان لیکلي چې د دې مشرانو په خبرو اترو کې زیات پام دې ته وو چې باید تر ټولو لوړې کچې د خبرو اترو په وړاندې پراته خنډونه له منځه یوړل شي.

بیان زیاتوي چې ولسمشر پوټین او ولسمشر ټرمپ په بېلا بېلو برخو کې د عملي همکارۍ رامنځ ته کولو په حق کې خبرې وکړې او په ځانګړې توګه یې د وسلو سیالۍ پر مخنیوي ټینګار وکړ.

روسي ولسمشر ولادمیر پوټین د مارچ پر ۱۸مه ترسره شوو ولسمشریزو ټاکنو کې ۷۶ فیصده رایې ترلاسه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG