په کورمه کې په مارکېټونو او دوکانونو کې د بجلۍ ميټرې لګول پېل شوي دي.
د هنګو ډيويژن د بجلۍ محکمې مشر ابرار حسېن د جنورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې اوس به خلک د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په شان هره میاشت د بجلۍ بلونه جمع کوي.
د سیمې د بجلۍ محکمه وایي تر اوسه یې یوازې په صده ښار کې تر ۴۰۰ زیات د بجلۍ میټرې لګوللې دي.
بلخوا خلک وایي په سیمه کې د بجلۍ له سخت لوډشېډنګ سره مخامخ دي او حکومت بايد په لومړي سر کې دغه ستونزه هواره کړي.