د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهستان کې د کمر پرېوتو له کبله اته مزدوران مړه شوي


کوهستان.
کوهستان.

د خېبر پښتونخوا د کوهستان داسو سيمه کې له یو غر څخه د کمر پرېوتو له وجې اته مزدوران مړه شوي دي.

د کوهستان د پوليسو مشر عبدالصبور د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې پېښه تېره شپه هغه وخت مخې ته راغله چې دغو مزدورانو د داسو پاور پراجيکټ په نامه له یوې چینایي کمپنۍ سره تر کار کولو وروسته کمېلې سیمې ته تلل چې دقراقرم پر لويه لاره یې پر ګاډي له غره څخه ملبه راپرېوته او په ګاډي کې سپاره اته واړه مزدوران مړه شول.

بلخوا د سیمې خلک وایي چې د چاينا پاور پراجيکټ او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې په روانو منصوبو کې د مزدورانو د ژوند خوندي ساتلو او نورو حفاظتي تدابيرو ته هېڅ پام نه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG