د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د خور علیمه خان احتساب دې وشي: شاهدخاقان عباسي


د پاکستان پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي

پراګ ـ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلیم لیګ رهنما شاهد خاقان عباسي ویلي قامي احتساب اداره یا نېب باید د وزیراعظم عمران خان له خور علیمه خان سره په بهر هیوادونو د هغې د جایدادونو په اړه حساب کتاب وکړي. پخواني وزیراعظم د جنورۍ په ۱۴ مه، له مشال ریډیو سره په خبرو کې پر نېب نیوکه وکړه چې د اپوزیشن ګوندونو په ضد کار کوي خو د واکمن ګوند تحریک انصاف او وزیراعظم د خور په ضد هیڅ نه کوي.

"د علیمه خان کېس په مریم نواز د جوړ شوي کېس نه لس چنده بدتر دی. له مریم نواز نه د جایدادنو په اړه پوښتنې وشوې، حساب ترې وغوښتل شو، هغې ټول جوابونه ورکړل. که د علیمه خان په بهر ملکونو کې جایداد وي نو ولې ترې پوښتنه نه کیږي؟ نیب نوازشریف او شهباز شریف او مریم نواز زندان ته اچوي خو د علیمه خان په اړه هیڅ نه کوي. قانون د هر چا لپاره یو شان وي، که څوک د وزیراعظم خور وي او یا نه."

اپوزیشن ګوند پیپلز پارټۍ هم د علیمه خان د جایدانو د پلټنو غوښتنه کړې ده. د ګوند رهنما سید غني پرون خبریالانو ته وویل که علیمه خان پیسې له قانوني لارې ګټلې وي نو د پټولو کوشش یې ولې کوي؟

بل لور ته د وزیراعظم عمران خان خور علیمه خان د جنورۍ په ۱۴ مې سترې محکمې کې پیش شوه. له دې وروسته نوموړې خبریالانو ته وویل ځینې پیسې ورته له پلاره پاتې شوي او پاتې یې پخپله ګټلي دي

"دا زما د خپلې ګټې وټې پیسې دي شل کاله مې کار کړی دی. چې ښځه کار کوي نو مسخرې ورپورې کیږي."

علیمه خان دا خبرونه رد کړل چې ګنې پیسې او جایدیدونو لپاره ورته عمران خان پیسې ورکړي دي او یا یې له ناقانونه لارې ګټلي دي.

علیمه خان د وزیراعظم عمران خان خور ده ،په ورستیو کې مالومه شوې چې هغه په دبۍ او د امریکا په نیو جرسي کې د کروړونو روپو جایداد لري. د عمران خان مخالفین تور لګوي چې علیمه خان جایدادونه د شوکت خانم کېنسر هسپتال لپاره په ورټولو شویو خیراتي پیسو اخیستلي دي.

XS
SM
MD
LG