د لاسرسي ځای

تازه خبر

سبریم کورټ په دوبۍ کې د عمران خان د خور جایدادونه مالوموي


د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار.
د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار.

د پاکستانيو رسینو په وینا، سپریم کورټ د وزیراعظم عمران خان د خور په دوبۍ کې د جایداد د شتون په اړه نوټس اخېستې او چیف جسټس میا ثاقب نثارد اورېدنې لپاره د نېټې ټاکلو هدایات جاري کړي دي.

بلخوا پخواني وزیراعظم نواز شریف د نومبر پر ۲۸مه له نېبه غوښتنه کړې وه چې د عمران خان خور په دوبۍ کې جایداد لري باید د دې پلټنې وکړل شي.

د پاکستاني رسینو په وینا،د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار د لندن د دورې پر مهال له رسینو سره د خبرو په وخت خبریالانو له نوموړي د وزیر اعظم عمران خان د خور علیمه خان د جایداد او د جرمانې ادا کولو متعلق پوښتنې وکړې چې وروسته چیف جسټس د دې ڼوټس واخیست او د مقدمې د اورېدنې لپاره يې د نېټې ټاکلو هدایت جاري کړل.

له دې وروسته به د وزیر اعظم عمران خان پر حکومت څه اغیز کوي په پېښور کې د سیاسي او قانوني چاروتجزیه کار وکیل نور عالم مشال راډیو ته وویل: "باید حکومت د فساد ختمولو او بهر ملکونو کې پرته سرمایه بیرته ستنېدو لپاره باید عمل کار وکړي.''

د نوموړي په خبره چې یو منتخب وزیر اعظم د جایداد لرلو په جرم کې له خپلې چوکۍ لېرې کېدای شي نو بیا باید چې د هر چا پرضد دغه لار خپله کړل شي او د پاکستان تحریک انصاف حکومت خو دا خبرې وه چې د فساد پرضد او بهر ملکونو کې پرتې پېسې به ملک ته لېږدوي نو اوس د دې هم پلټڼې وکړي او د دا رنګ مسلو د حل لپاره دې منصوبه جوړه کړي.

په اسلام اباد کې خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار احسان حقاني مشال راډیو ته په دې اړه وویل: "د تورو پیسو وینځلو مهمه هغه څه دې چې تحریک انصاف نواز شریف او د هغه کورنۍ پرضد مقدمه کړې وه او دغه د تورو پیسو وینځلو مهمه اوس پر عمران خان خور اخیستل کېږي نو پرځای د دې چې هغه د دې ځواب ورکړي دا دومره لوی جایداد له هغې سره له کوم ځای راغلی دی هغه دولت له حکومت سره نیموي او ورته وايي بس غلې شه نو که دا پېښه د نوازشریف له کورنۍ سره شوې وه نو نن به تجزیه کارانو او پاکستان تحریک انصاف اسمان په سر اوچت کړې وو نو اوس چې کوم صورتحال دې او مخالف ګوندونه هم چپ ناست دي او زه فکر کوم چې په مخالفو ډلو کې دا صلاحیت نشته چې هغوی له دوی پوښتنه وکړي."

د یادونې وړ ده سږ کال د اکتوبر په میاشت کې د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر جاري شوي یو بیان کې ویلي ول چې پاکستانیانو اته اربه ډالره له پاکستانه دوبۍ ته منتقل کړي او هلته يې پرې جایدادونه اخیستې. له هغه وروسته د دې مسلې د حل لپاره د سپریم کورټ په وینا یوه کمېټۍ جوړه کړل شوه.

دا شان دې کمېټۍ په دوبۍ کې جایداد لرونکیو ۸۹۳ کسانو ته نوټسې ولېږلې چې پکې یوازې ۴۵۰ کسانو د خپلو جایدادونو شتون ومنو او پاتې ۴۴۳ کسانو دې لړ کې د ځواب ورکولو ډډه ورکړه.

له دې وروسته په رسینو کې دا خبر راغی چې د وزیر اعظم عمران خان خور عالیمه خان په دوبۍ کې جایدادونه لري او په برج خلیفه کې چې يې کوم فلېټ دی د هغې قیمت اووه کروړه څلوېښت لکه روپۍ دی او وروسته نوموړې د دې جایداد ۲۵ فيصده د ټېکس او ۲۵فيصده د جرمانې په مد کې ایف بي ار ته ادا کړې.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG