د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت په جزوي توګه د بندیز جاري پاتې کېدو خبرداری ورکړی دی.
دا د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې حکومت تر دومره اوږدې مودې پورې بند پاتې کېږي. ولسمشر ټرمپ د دې تور په ډېموکریټ ګوند پورې کوي.
نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه په خپل یو ټویټر پیغام کې وویل، دا لړۍ به ترهغې جاري وي چې د ډیموکرېټ ګوند غړي له رخصتیو ستانه شي او کار شروع کړي.
د جنورۍ پر ۱۱مه د کانګریس د استازو د جرګې او د سېنېټ د غړو غونډې د اونیزې رخصتۍ لپاره و ځنډیدې او تمه ده چې له ګل ورځې څخه به بیا کار شروع کړي.
په جزوي توګه د دې بندیز په نتیجه کې، د وفاقي حکومت خوا و شا ۸۰۰ زره کارکوونکي یا بې کاره ناست دي او یا هم له تنخا بغیر کار کوي.
د بجټ په منظورۍ کې دا ستونزه له هغې وروسته شروع شوه چې ولسمشر ټرمپ له میکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له کانګریس نه پنځه اربه ډالر و غوښتل خو ډیموکریټ ګوند ورسره دا خبره و نه منله.