د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی


د افغانستان امنتیي چارواکي وايي، په فاریاب کې یې د طالبانو یو استخبارتي چارواکی له څو نورو وسله والو سره وژلی دی.

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قل اردو د جنورۍ پر۱۲مه په یوې اعلامیې کې ویلي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په یو هدفي برید کې د دې ولایت لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل قاري صبغت الله له خپلو شپږو وسله والو سره وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې قاري صبغت الله په فاریاب کې د طالبانو مهم استخباراتي چارواکی و چې په یو دقیق هوايي برید کې په نښه شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په هلمند کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو یو زېرمه له منځه وړې ده.

د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ملي امنيت ځواکونو د جنورۍ پر ۱۱مه شپه د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان قاري ظاهر پر قرارګاه او ډيپو تر سره شوي، په زياته کچه چاودېدونکي او مخدره توکي نیولي دي.

دوی وايي، په دې عملیاتو کې د قاري ظاهر دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG