د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له شامه د سرتېرو ویستل پېل کړل

په شام کې امریکايي ځواکونه
په شام کې امریکايي ځواکونه

امریکا وایي له شامه یې د امریکا او اتحادیانو د سرتېرو ویستل پیل کړي دي.

د امریکا د پوځ ویاند کرنل شان ریان د جنورۍ پر۱۱مه په خپره کړې اعلامیه کې ډېر جزیات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي دي چې له شامه یې په خپله خوښه پوځیانو د ویستلو لړۍ پېل کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، امنیتي تدابیرو ته په پام سره سرتېرووتنې د کره نېټې او ځای په اړه مالومات نه شریکوي.

په شام کې بشري حقونو د څار برتانوي میشته اداره وایي د شام په رمیلین هوایي اډه کې د امریکایي سرتېرو کمېدل پېل شوي دي.

ویل کېږي چې د سرتېرو د وتنې بهیر پیل د جنورۍ پر۱۰مه شوی دی.

د امریکا ولسمشر د ډېسېمبر پر ۱۹ له شامه د سرتېرو د ویستو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG