د لاسرسي ځای

تازه خبر

له شامه د ایراني سرتېرو د وتلو په تکل کې یو: پومپیو


 د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو.
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو.

پراک - د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو وايي سره له دې چې له شامه یې پوځيان ووځي، واشنګټن له هغه هیواده د ټولو ایرانیو سرتېرو د وتلو په تکل دی.

مایک پامپیو د جنورۍ پر۱۰مه د مصر په مرکز قاهره کې د خطاب پر مهال وویل د سیمې د مفاد لپاره ضروري ده چې په منځني ختیځ کې پخوانۍ دښمنیانې ختمې شي.

نوموړي وویل چې امریکا به په سفارتي لارو او د خپلو ملګرو په مرسته له شامه اخري ایراني سرتېري باسي او د شام جګړه ځپلې ولس ته د امن او ثبات راوړلو لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي.

پامپيو د منځني ختیځ د نهو هیوادونو په دوره دی.

د پامپیو د دغو سفرونو مقصد عربي ملګرو هیوادونو ته باور ورکول دي چې له شامه د خپلو ځواکونو د ویستلو پلان باوجود امریکا دغه سیمه له پامه نه غورځوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پامپيو د څرګندونو په ځواب کې پر ټویټر پاڼه ویلي چې کله هم او چېرته هم امریکا مداخله کوي، نو ګډوډي، دباو او تاوان یې نتیجه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG