د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پامپېو له مصري چارواکو سره لیدلي


مایک پومپیو مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ولیدل
مایک پومپیو مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ولیدل

پراګ- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو چې د منځني ختیځ د نهو هیوادونو په سفر دی، د جنورۍ پر۱۰مه یې په قاهره کې له مصري چارواکو سره لېدلي دي.

پامپېو د منځني ختیځ هېوادونو ته د سفر پر مهال هڅه کوي خپلو عرب اتحادیانو ته باور ورکړي چې امریکا له سیمې څخه نه ووځي.

منځني ختیځ ته د مایک پامپېو سفر تر هغې وروسته پیل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو بې باوري پیدا کړه چې ویې ویل، له شامه خپل ټول سرتېري باسي.

مایک پامپېو د جنورۍ پر۱۰مه، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د بهرنیو چارو له وزیر سامح شکري سره لېدلي او ورسره د امنیتي او اقتصادي پر همکارۍ غږېدلي.

نوموړی تر مصر مخکې اردن او عراق ته هم تللی وو او هلته یې چارواکو ته د دې خبرې د باور ورکولو هڅه کوله چې له شامه د امریکايي سرتېرو وتنه به د اسلامي دولت وسله والې ډلې ضد پر جګړه او د ایران خلاف پر فشار اچولو اغېز و نه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG