د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا مشر غواړي له امریکايي ولسمشر سره وویني


د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ ته ویلي، له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره دویمې سرمشریزې ته تیار دی.

د چین او شمالي کوریا دولتي خبري اژانسونو د جنورۍ پر ۱۰مه ویلي، دا خبره کېم د چین په دوه ورځني سفر کې شي ته کړې.

اژانسونه وايي، کېم دا هم ویلي دي چې له اټومي وسلو د کوریا ټاپووزمې پاکولو نتیجې ته هم رسېدل غواړي.

کېم تر خبرو وروسته په ځانګړي پوځي اورګاډي کې پیانګ یانګ ته ستون شوی دی.

دا په تېرو ۱۰ میاشتو کې د نوموړي چین ته څلورم سفر وو.

بیجنګ د پیانګ یانګ یوازینی لوی متحد دی.

چینايي ولسمشر ویلي، د کېم او ټرمپ د دویمې سرمشریزې ملاتړ کوي او ورڅخه د ښو پایلو هیله لري.

واشنګټن د دې خبر په غبرګون لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG