ایران د رسنیو هغه راپورونه تایید کړي چې د امریکا د بحري ځواک یو پخوانی سرتېری یې نیولی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جنورۍ پر اوومه راپور ورکړ چې ۴۶ کلن مایکل وایټ تېر کال د جولای په میاشت کې ایران ته د سفر پر مهال نیول شوی وو، خو دا لا څرګنده نه ده چې په هغه څه تورونه دي.
د ایران حکومتي خبري اژانس ایرانا د جنورۍ پر نهمه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا خبر ورکړ چې مایکل وایټ نیول شوی دی خو دا یې ونه ویل چې د هغه جرم څه دی او کله نیول شوی دی.
قاسمي زیاته کړه چې ایران څه وخت وړاندې دغه کس په مشهد کې ونیو او په څو ورځو کې یې امریکايي حکومت خبر کړ.