روسیه او جرمني په شام کې د امن لپاره په شریکه کار کولو ته رضا شوي دي.
د جنورۍ پر نهمه د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل او روسي ولسمشر ولادمیر پوتین په ټېلېفون خبرې وکړې.
د روسي ولسمشر دفتر کرېملېن وايي، په خبرو کې د شام د بحران د هواري لپاره د ملګرو ملتونو په نېږدې همکارۍ، د سیاسي هلو ځلو پرمخ وړلو هیله ښودل شوې.
دواړو مشرانو د شام لپاره د یوې اییني کمیتۍ په جوړولو هم خبرې وکړی چې د جنګ ځپلي هېواد لپاره به پر نوي ایین یا اساسي قانون کار کوي.