د بې پولي خبریالانو ټولنې په فراه کې د طالبانو له لوري د افغان خبریال جاوید نوري وژنه غندلې ده.
جاوید نوري چې د فراه د نشاط راډیو خبریال وو، د جنورۍ پر پېنځمه یې له ۳۰ کسانو سره سفر کاوه چې وسله والو طالبانو یې بس ودراوه او دی یې وویشت.
د جاوید نوري مړی د جنورۍ پر اتمه پیدا شو او د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
دا په ۲۰۱۹ز کال کې په افغانستان کې د یوه خبریال د وژلو لومړۍ پېښه ده.
په ۲۰۱۸ز کال کې په افغانستان کې ۱۵ خبریالان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي ول.