د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد د هند په سفر دی


د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

رسنۍ وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۰مه د هند په دوه ورځني سفر دی.

نوموړی به د هند له ملي امنیت سلاکار اجیت دوول او د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویجې ګووخال سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړي.

خلیلزاد تېر کال په سېپټېمبر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې خلیلزاد به تر هند وروسته چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او په هغو هیوادو کې به له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.

بلخوا هندي رسنۍ وايي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج په نوي دلي کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره کتلي او ورسره يې د افغانستان د سولې په روانو هڅو او د چابهار بندر د فعالیت په پراخېدو خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG