افراسیاب او بشرا مو له ګونده نه دي ایستلي: اسفندیار
د عوامي نیشنل ګوند مشر ویلي، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر یې له ګونده ایستلي نه دي بلکې، یوازې یې غړیتوب ځنډولی دی. اسفندیار ولي خان د جنورۍ اتمې پر ماخوستن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دا لازمي ده چې غړي ولاړ شي نو ګوند ته تاوان رسي. نوموړي د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې جایزې وبللې خو ویې ویل چې له طریقو او غوښتنو سره یې مخالف دی. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، غوښتنې یې اییني دي او د سوله ییز احتجاج حق هم ورته قانون ورکړی دی. غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو تر لاسه کولو پورې به مبارزې ته دوام ورکوي. اسفندیار ولي خان په مرکه کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو په اړه هم خبرې کړې دي چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.