روسیې د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې خپل ځواکونه افغانستان ته نه لېږدوي او نه هم پر دې اقدام غور کوي.
دا خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سېرګې ریابکوف د جنورۍ پر نهمه، د هند په مرکز نوي دلي کې خبریالانو ته وکړه
نوموړي وویل، روسیه له ډېرې مودې راهیسې له افغان حکومت سره همکاري لري او دا همکاري د پیاوړي کېدو په حال کې ده چې یوې نوې مرحلې ته به ورسېږي.
ريابکوف دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې څو ورځې وړاندې یې وویل چې د افغانستان ګاونډیان لکه پاکستان، روسیه او هند باید د افغانستان په مسله کې زیات رول ولوبوي.