د امريکا ولسمشر ادعا کړې چې د امريکا او مېکسيکو پر پوله بشري بحران جوړ شوی دی.
ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر اتمه، ولس ته ټېلېوېژني وینا وکړه چې هدف یې د امریکا او مېکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو د هڅو ګړندي کول او د ځېنو حکومتي ادارو د ۱۸ ورځني پارچاو پای ته رسول ول.
په کانګرس کې ډېموکراټان پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کوي او غوښتنه کوي چې د وفاقي حکومت هغه تړلې برخې بېرته پرانیزي چې له امله یې لسګونه زره خلک پر کور ناست دي يا بې معاشه کار کولو ته اړ شوي.
ټرمپ له کانګرسه د امريکا او مېکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د نېږدې شپږ اربه ډالرو غوښتنه کړې خو ډېموکراټانو يې مخالفت کړى دى چې له وجې یې د ۲۰۱۸ز ډېسېمبر له ۲۱مې راهیسې د امریکا وفاقي حکومت ځېنې برخې او څانګې تړلې دي.