د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ته د تګ لپاره د اجازتنامې شرط ختم


د تیرا یو شمېر خلکو د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته پناه وړې.
د تیرا یو شمېر خلکو د خېبر پښتونخوا نورو سیمو ته پناه وړې.

بنو - د شمالي وزیرستان ضلعي انتظاميې ته د داخلېدو لپاره د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اجازت نامې شرط ختم کړی دی.

د انتظاميې په وينا، اوس هر پاکستانی وګړی چې شناختي کارډ ولري، وزیرستان ته سفر کولی شي.

د شمالي وزيرستان او د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو د حکومت د دې اقدام هر کلی کړی دی.

​د سيمې يو سوداګر عبدالله خان د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وويل، له دې اقدام سره به د کاروبار موقعې هم زياتې شي.

دی وايي، پخوا سفري اجازتنامې ورته یو لړ ستونزې پیدا کړې وې.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل چې له کبله یې لاکونه اوسېدونکي بې کوره شول.

تر هغې وروسته، سیمې ته د ورتګ لپاره ځانګړې اجازتنامه په کار وه.

له سيمې د بېکوره شویو تر بيا ستنېدو وروسته د ځايي استوګنو لپاره دا شرط ختم شو خو د نورو سيمو د وګړو لپاره ۲۴ ساعته پېشګي اجازتنامه ضروري وه.

په دې اړه بشپړ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG