د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د جنورۍ پر نهمه پر ایران د نویو بندیزونو تفصیل خپروي


د اروپايي ټولنې یوه ویاند ویلي، پر تهران د تازه بندیزونو تفصیل د جنورۍ پر نهمه اعلانوي.

د اروپايي ټولنې چارواکو د جنورۍ پر اتمه تر هغې وروسته بندیزونه منظور کړل چې د ایران پر استخباراتو د اروپا پر خاوره د ایران حکومت مخالفه کسانو د وژنو د هڅو تورونه دي.

تهران دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې ډول ګامونو هدف د ایران او اروپایي ټولنې اړیکي خرابول دي.

ټولنې تور پورې کړی چې ایران پر خپلو حکومت مخالفه کسانو په ډنمارک، هالېنډ او په فرانسه کې د بريدونو هڅې کوي.

د ډنمارک وزیراعظم لارز لوک راسموسین پر تهران د بندیزونو هرکلی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG