اروپايي اتحاديې نن [د جنورۍ پر اتمه] د ايران پر استخباراتي ادارې او دوو ايراني وګړو بندېزونه ولګول.
تر اوسه پورې د هغو کسانو نومونه نه دې په ډاګه شوي چې دا بندېزونه پرې لګېدلي دي.
دا تر هغې وروسته ده چې په اکتوبر کې د ډنمارک پوليسو پر تهران تور پورې کړ چې د دوی پر خاوره يې د هغې ډلې کسانو د وژنې پلان جوړ کړی و چې په ايران کې تر بندېز لاندې ده.
د اروپايي اتحاديې د بندېزونو په ليسټ کې ترهګرې ډلې او هغه خلک شامل دي چې بانکي اکاونټونه یې کنګل او سفري بندېزونه پرې لګېدلي دي.