د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ايرانه اته لکه او له پاکستانه ۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي'


ارشيف: افغان کډوال
ارشيف: افغان کډوال

د کډوالو لپاره کارکوونکې نړيواله اداره، IOM وايي په ۲۰۱۸م کال کې له ايرانه اته لکه او له پاکستانه ۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې ادارې نن [د جنورۍ پر اتمه] په يوه خبرپاڼه کې ويلې چې په دغو کې ځيني خلک په خپله خوښه او ځيني په زور ایستل شوي دي. دا له ايرانه، د بل هر کال په پرتله تر ټولو زياتو افغان کډوالو ستنېدل دي.

په افغانستان کې د ای او اېم [IOM] مشرې، لارینس هارټ په خبرپاڼه کې زياته کړې چې په ۲۰۱۸م کال کې له ايرانه د دومره ډېرو افغانانو ستنېدلو يوه وجه دا هم ده چې پر ايران د امريکايي بندېزونو له کبله ايرانۍ پېسې کمزورې او اقتصاد خراب شوی دی.

د ملګرو کډوالو ادارې، UNHCR د ۲۰۱۸م کال د سېپټېمبر مېاشتې د شمېرو ترمخه په ايران کې تر دوه ميليونو پورې غېر راجسټر افغان کډوال اوسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG