د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور وکيلانو د خپل ملګري د وژنې پر ضد احتجاج کړی


پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

نن په پېښور کې وکيلانو له حکومته د وکيلانو ژوند خوندي کولو لپاره احتجاج پېل کړې ده. دا مظاهره تر هغې وروسته پېل شوې چې پرون په نوتيه کې د پېښور هايي کورټ يو مشر وکيل، نيازبين خان په ډزو ووژل شو.

د پېښور وکيلانو نن [د جنورۍ پر اتمه] له عدالتي کاروايانو پرېکون کړی او مقدمو ته نه حاضرېږي.

دوی له حکومته د بشپړ پلټنو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې وکيلانو ته دې د وسلې ګرځولو اجازت ورکړي.

بلخوا له پاکستانه خپرېونکې د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ليکلې چې پر نيازبين خان تر وژونکي بريد وروسته د هغه د کورنۍ غړو د مبينه وژونکو د کور ورانولو هڅه کړې او اور یې ور اچولی دی. په دې اړه پوليسو د پلټنو امر کړی دی.

د پېښور هايي کورټ بار مشران وايي چې په تېر يوه کال کې په خېبر پښتونخوا کې تر ۱۰ زيات وکيلان په هدفي او نورو پېښور کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG