د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له ترک چارواکو سره د شام په اړه خبرې کوي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نن په انقره کې د ترکيې له دفاعي او استخباراتي چارواکو سره په ملاقات کې د هغو پوښتنو د ځواب او سپیناوي هڅه کوي چې د شام [سوريې] په اړه د امریکا د ارادو له وجې راپورته شوي دي.

انقرې ته د جان بولټن سفر په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم سیمې ته هم مهاله په ورته سفر بوخت دی. دا سفرونه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر هغه ناڅاپي اعلان وروسته کېږي چې له شامه یې د خپلو ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو امر کړی و.

تمه ده چې جان بولټن به نن د ترکيې له دفاع وزیر حولوصي اکار ( Hulusi Akar ) او د استخباراتو له مشر حاقان فیدان ( Hakan Fidan ) سره وګوري.

د ټرمپ اعلان د امریکا زیات شمېر اتحادیان حیرانه کړي ول او د یاد هېواد د دفاع وزیر جېمز میتیس هم د دې په غبرګون له خپلې چوکۍ استعفا کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG