د امريکا د کانګرس د مرکچيانو او د حکومتي چارواکو ترمنځ په پرونيو مذاکرو کې د کوم لوى پرمختګ راپور نهدى ورکړل شوى.
دوى هڅه کوي د بودیجې پر سر پر يوه موافقه سلا وکړي چې ورسره د امريکا د حکومت د ځينو برخو پرچاوي پاى ته ورسېږي.
ولسمشر ډونلد ټرمپ لا هم پر خپله غوښتنه ټينګار کوي او له مکسيکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره څه د پاسه پېنځه اربه یا میليارد ډالر غواړي.
ټرمپ وايي، دغه دېوال به د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره ضروري دى.
ډېموکراټان چې د استازو په جرګه کې اکثريت دي، د دغه دېوال لپاره د بودیجې له ورکړې سره مخالفت کوي.