د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی دی


چارواکي وايي، د جنورۍ پر شپرمه وسله والو په کندهار کې یو دیني عالم وژلی دی.

وسله والو په کندهار کې د قاري محمود الحسن هاشمي په نوم يو ديني عالم وواژه.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي مشال راډيو ته وويل، حمله کوونکي پر موټرسايکل سپاره ول او په خاد کوڅه کې یې پر قاري محمود الحسن هاشمي ډزې وکړې.

قاري هاشمي په لويو حکومتي غونډو کې د قران کريم تلاوتونه کول او د کندهار د استيناف محکمې کارکوونکی وو.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG