د لاسرسي ځای

تازه خبر

کولن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو مظاهره وکړه


د پښتون تحفظ مومنټ په حق کې تر دې وړاندې هم په یورپ کې غونډې او مظاهرې شوي.
د پښتون تحفظ مومنټ په حق کې تر دې وړاندې هم په یورپ کې غونډې او مظاهرې شوي.

پراګ ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو او غړو د جنورۍ پر پینځمه، د جرمني په کولن ښار کې د مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د نقیب الله مسود وژونکي ته دې سزا ورکړي. دوی ځینې نورې غوښتنې هم لرلې.

په یورپ کې د یاد تنظیم یو مشر عابد جان د مظاهرې پر مهال مشال رېډیو ته وویل، د پاکستان پوځ په دې ورستیو کې یو وار بیا ویلي چې د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنې منل شوې دي خو د نقیب مسود د بې ګناه وژنې خلاف دا تحریک شروع شوی وو د هغه قاتل ته اوس هم سزا نه ده ورکړل شوې. دی وايی، د حکومتي تحقیقاتو ترمخه راو انوار د هغه قاتل دی خو اوس هم ازاد ګرځي.

عابدجان په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی
عابدجان په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی

عابد جان زیاته کړه، دوی په دې مظاهره کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پښتون تحفظ مومنټ په مشرانو او غړو دې په هېواد کې دننه او بهر تګ راتګ باندې بندیزونه نه لګوي. دوی همدا رنګه له نړیوالو هم وغوښتل چې د دې بندیزونو په لرې کولو کې دې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره مرسته وکړي.

نقیب الله مسود نزدې یو کال وړاندې په کراچۍ کې یو پخواني پولیس افسر راو انوار د ترهګرو د ملاتړ په تور وژلی وو چې وروسته تحقیقاتو دغه تور نا سم وګرځاوه. له هغې وروسته د راو انوار خلاف د قتل مقدمه شروع شوه چې لا هم جاري ده خو راو انوار په ضمانت خوشې شوی دی.

د پښتون تحفظ مومنټ غړي وايي، د کولن په دې غونډه کې د یورپ له بېلا بېلو هېوادونو ګڼو کسانو ګډون کړی چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د یاد تنظیم د بېلجیم د څانګې یو مشر امین باوري وویل، یورپي ټولنه په افغانستان او پاکستان ډیر اغېز لري، نو ځکه دوی غواړي چې دغه د پښتنو د حقونو د تحفظ لپاره په کار راولي.

نوموړی وزیاتوي، غربي نړۍ او په خاصه توګه جرمني، فرانسه او برتانیا کولی شي چې د خپلو سفارتي او سیاسي اثر رسوخ په استعمالولو د پښتنو حقونه خوندي کړي.

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د جنورۍ په دوهمه د پاکستان یو شخصي تلویزون ای. ار. وای. سره په مرکه کې ویلي وو چې پښتون تحفظ مومنټ د عدم تشدد له لارې خپلې غوښتنې پر مخ وړي نو له دې وجې يي دوی پر ضد څه ګام نه پورته کوي.

نوموړي د پي ټي ایم له مشرانو غوښتنه کړې وه چې د قبایلي سیمو د پرمختیا او د ولس د ګټې لپاره دې د حکومت سره خبرې اترې وکړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG