د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه په افغان سولې بهیر کې مهم رول لوبولای شي: د سولې شورا


د افغانستان د سولې عالي شورا نښان
د افغانستان د سولې عالي شورا نښان

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ترکیه په سیمه کې خپل پیاوړي دريځ او دغه شان له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوي.

وروسته تر هغه چې د جنوري پر څلورمه د ترکيې وزيراعظم طیب اردوغان د افغانستان د سولې په اړه د کابل، اسلام اباد او انقرې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو خبره وکړه، د افغانستان د سولې د عالي شورا ځینې غړي له دغه هېواده غواړي چې په خپل پیاوړي دریځ سره د افغانانو په مالکيت او مشرۍ له دغه بهیر سره

همکاري وکړي.

قاضي محمد امین وقاد د جنوري پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې ترکیه په سیمه کې د يوه پیاوړي او خپلواک هېواد په توګه له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شي چې د افغانستان د کشالې په هواري کې اغېزمن رول ولوبوي.

"ترکیه چې کوم دریځ نیسي، افغانستان او پاکستان به په جریان کې وي او په کې به خپل مسولیت او صلاحیت لري. دا چې دوی د افغانستان له خلکو سره خواخوږي لري، موږ ترې مننه کوو او هیله لرو چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو مالکیت او مشرتوب له نظره ونه غورځول شي."

ښاغلی وقاد په ټینګار سره وايي، هر هېواد یا نړیوال سازمان چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې په برخه کې هڅه کوي، دوی یې ملاتړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد به یې تر مارچ مياشتې وروسته د افغانستان د سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربه وي.

ښاغلي اردوغان د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په انقره کې په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان د روان حالت په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه مهمه وبلله.

​بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې دغې درې اړخیزې غونډې ته سترګې په لار دی اوتمه لري چې دا به د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه چې افغان ولس د تیرو څو لسیزو راهيسې جنگونو ځپلی خو اوس نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې په دې هېواد کې د جنګ د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی سید علي کاظمي هم د سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ترکیې پر اغېزمن رول او اقداماتو ټینګار کوي.

"ترکیه يو له اغېز لرونکو هېوادونو ده، که دوی له يوې پياوړې ارادې سره پرېکړه وکړي، کولای شي چې پاکستان ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ريښتیني ګامونه واخلي."

ترکیه په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت لري او اړیکې یې هم له افغانستان سره ښې او دوستانه دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG