د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي


پېښور کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

پېښور کې چاودنې شپږ کسان ژوبل کړي.

په پېښور کې نن [د جنوري پر پينځمه] سهار په یوه چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودونکي توکي د پېښور صدر په کاله باړۍ بازار کې په یو ګاډي کې اېښودل شوي ول چې وروسته وچاودېدل.

د پېښې ژوبل کسان د ښار لېډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي.

د دغه روغتون ویاند عاصم خان مشال راډیو ته وویل چې د چاودنې په ژوبل شویو شپږو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

د نوموړي په وینا د ټولو ژوبل شويو کسانو روغتیايي حالت له خطرې بهر دی.

د پېښور د بم شنډولو څانګې مشر شفقت ملک د پېښې په اړه وايي چې په دې چاودنه کې یوازې بارود کارول شوي دي چې پکې شاوخوا هټيو ته هم زیان رسېدلی دی.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG