د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچي اوس باثباته ښار دی: پوليس


رینجرز سرتیري په کراچي کې د یو ګاډي تلاشي اخلي (۲۰۱۵م)
رینجرز سرتیري په کراچي کې د یو ګاډي تلاشي اخلي (۲۰۱۵م)

پراګ - د کراچۍ پولیس وايي، په هغه ښار کې د وسله والو او جنایتکارانو ضد روانو عملیاتو ښې نتیجې ورکړې دي. پوليس دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ډېسېمبر په پای کې وسله والو يو نامتو سیاستوال علي رضا عابدي وواژه او په نومبر کې د چین پر کونسلګرۍ برید وشو.

د پولیس یوه چارواکي صفدر مشواڼي د جنوري پر درېيمه مشال راډیو ته وويل چې اوس حالات د پخوا په څېر نه دي چې يو چا به قتل وکړ او بيا به په ډاډه زړه کور ته روان شو. د نوموړي په وينا اوس امنیتي ادارې سمدستي د دا ډول خلکو پر ضد کاروايي کوي.

"دا لوی ښار دی، کله کله نیمګړتیاوې هم کیږي چې له وجې یې د بدامنۍ پیښې کیږي خو امنیتي ادارې کار کوي. د چین پر کونسلګرۍ د برید په اړه پرمختګ شوی دی او همدا ډول د علي رضا عابدي د وژنې پر قضيې هم کار روان دی."

په کراچي کې د ډېسېمبر پر ۲۵مه سیاستوال علي رضا عابدي ووژل شو. تر هغه دوه ورځې مخکې د پاک سرزمین ګوند دوه غړي ووژل شول. په نومبر کې بيا د چین پر کونسلګرۍ په وسله وال بريد کې د بریدګرو په ګډون اووه کسان وژل شوي ول.

کراچي ښار یو وخت د پاکستان تر ټولو ناامنه ښار و. په ۲۰۱۳م کال کې په دغه ښار کې د بدامنۍ په پېښو کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان وژل شوي ل. په هغه کال د جرمونو ۴۰۰۰۰ پېښې شوي وې چې زیاتره یې د کلنګ اخیستنې، موبایل او پېسو شکونې پېښې وې.​

کراچي مېشت خبریال سلېمان سعادت خان د امنيتي ځواکونو له عملياتو مخکې او وروسته کراچي ښار داسې پرتله کوي.

"مخکې حالات داسې وو چې هره ورځ به ۳۰ یا ۴۰ کسان وژل کېدل،خو اوس حالت بدل شوی دی. زه اوس یو ګران موبایل له ځان سره ګرځولی شم، زه اوس دا وېره نه لرم چې څوک به یې رانه د تمانچې په زور واخلي."

په کراچي کې د روانو عملياتو پر مهال د پولیسو په مبینه مقابلو کې د ځېنو کسانو د وژنې پېښې هم مخې ته راغلې دي. د تېر ۲۰۱۷م کال په جنوري مياشت کې وزيرستانی ځوان نقیب الله مسود د دریو نورو کسانو سره د پوليسو په يوه مبينه مقابله کې ووژل شو. وروسته پلټنو ثابته کړه چې نقيب الله محسود بېګناه و او هغه په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و.

په کراچي کې د بشري حقونو فعال اختر بلوچ وایي، د کراچي عمليات که یوې خوا ته امن ته لار هواره کړې نو ورسره ځینې خلک په دې اړه شکایتونه هم لري.

"ځينې ډلې شکایت کوي چې خلک په دې عملياتو کې ووژل شول او یا ورک کړل شول. د متحده قومي موومنټ ټولې ډلې شکایتونه کوي. همدا راز د نقیب الله مسود پېښه هم وشوه. نورې هم دا ډول پیښې د دې عملياتو په ترڅ کې وشوې."

په کراچي کې د ۲۰۱۳م کال د سېپټېمبر پر پنځمه نېټه د هغه وخت د وزیراعظم نوازشریف په امر عمليات پېل شوي ول چې لا هم دوام لري.

.

XS
SM
MD
LG